دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۸
د مطلب کود : 194586
تخار کې چاودنې د ښوونځي نهه زده کوونکي وژلي
د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې د ماین چاودنې د ښوونځي نهه تنه زده کوونکي وژلي.
د تخار ولایت د پولیسو ویاند «خلیل اسیر»  وویل، چې ياده پېښه د درقد ولسوالۍ په کوترمه سیمه کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې نهه تنه زده کوونکي وژل شوي او یو بل ټپي دی.
په درقد ولسوالۍ کې د «ابوذر غفاري» ښوونځي ښوونکو منلې، چې وژل شوي او ټپي زده کوونکی ټول د همدې لیسې زده کوونکي دي.
یاده دې وي، چې تر دې دمه د پېښې پړه هیڅ کومې ډلې په غاړه نه ده اخستې.
https://avapress.com/vdciv5azqt1a3w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته