کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پارلمان: امنیتي چارواکي لافې وهي او خلګو ته دروغ وایي

12 عقرب 1398 ساعت 10:03


د ګډ حکومت د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، امنیتي چارواکي لافې وهي او خپلو خلګو ته دروغ وایي.
د ولسي جرګې رییس «میر رحمان رحماني» وویل، کله چې امنیتي ځواکونه کابل ته نږدې د میدان وردګو لاره کنټرولولای نشي؛ نو د افغانستان خلګ څه ډول له هغوی څخه د لیري پرتو لویو لارو د امنیت هیله ولري.
رحماني زیاته کړه « امنیتي چارواکي او وزیران یوازې له لافو سره بلد دي او خپلو خلګو ته دروغ وایي، هغوی په اول سر کې ویل چې سر یې وهو او سنګر یې نیسو؛ خو اوس موږ وینو چې هره ورځ زموږ امنیتي سرتېري وژل کېږي.»
وکیلانو ددې تر څنګ په نننۍ ناسته کې وویل، چې د هیواد ټولې لويې لارې نا امنه او د وسلوالو په لاس کې دي او امنیتي ځواکونه نه دي توانېدلي دې حالت ته تغیر ورکړي.
وکیلانو زیاته کړه، چې طالبان په لویو لارو باندې واک لري او په یادو لارو باندې د طالبانو کنټرول د امنیتي ځواکونو بې کفایتي ښيي.


د مطلب کود: 194587

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194587/پارلمان-امنیتي-چارواکي-لافې-وهي-او-خلګو-ته-دروغ-وایي

آوا
  https://www.avapress.com