کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتیکا کې د ماین چاودنې ۷ تنه وژلي

12 عقرب 1398 ساعت 13:48


د پکتیکا ولایت په سروضه ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین چاودنې له امله ۷ تنه ولسي وګړي وژل شوي.
د پکتیکا ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند «شاه محمد ارین» وایي، پېښه تیره ورځ له غرمې وروسته هغه وخت رامنځته شوه، کله چې په سروضه ولسوالۍ کې یو سراچه ډوله سورلۍ وړونکی موټر د سړک د  غاړې ماین ته برابر شو.
په چاودنه کې ۷ تنه وژل شوي، چې له منځه يې څلور تنه د یوې کورنۍ غړي دي.
امنیتي چارواکي د پېښې پړه په طالبانو اچوی.
طالبانو که څه هم تر دې دمه د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې دوی ته د ملکي تلفاتو منسوبول د حکومت او بهرنیانو د تبلیغاتي جګړې توکي یاد کړي وو.


د مطلب کود: 194588

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194588/پکتیکا-کې-د-ماین-چاودنې-۷-تنه-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com