خوښ ديک ۰

نیویارک ټایمز: امریکایي ولس د بهرنیو جګړو پای ته رسول غواړي

نیویارک ټایمز: امریکایي ولس د بهرنیو جګړو پای ته رسول غواړي
له امریکا څخه خپرېدونکې مشهوره ورځپاڼه «نیویارک ټایمز» لیکي، چې په افغانستان او عراق کې جنګېدلي امریکايي عسکر او ملکي امریکایان بهرنۍ جګړې بې ګټې بولي او د پای ته رسولو غوښتنه یې کوي.
د ورځپاڼې د راپور په اساس، په یادو دواړو هیوادونو کې جنګېدلي عسکر بهرنۍ جګړې د امریکا د پیسو او امریکايي ځواکونو د ژوند د ضایع کېدو سبب بولي او له ولسمشر ټرمپ سره په دې برخه کې همغږي دي، چې باید بهرنۍ جګړې پای ته ورسول شي.
راپور زیاتوي، چې ۶۲ سلنه متقاعد امریکايي عسکر او جنرالان او ۶۴ سلنه ملکي امریکایان بهرنۍ جګړې اشتباه بولي او د پای ته رسولو هیله یې لري.
امریکایي ولس داسې مهال د بهرنیو جګړو د پای ته رسولو هیله لري، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بیا، بیا بهرنۍ جګړې «ناپایه» او «بې ګټې» بللې او له افغانستان څخه یې د خپلو عسکرو د ایستلو هوډ څرګند کړی.
یکشنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۹
د مطلب کود: 194589 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *