کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

صدیقی: ولسمشر د خارجه وزارت سرپرست څخه غوښتي دی ترڅو وزارت کې اصلاحات راولی

12 عقرب 1398 ساعت 19:29

د ولسمشر ویاند وویل چی ولسمشر غنی د ادریس زمان د خارجه وزارت سرپرست سره په لیدنه کې د هغه څخه غوښتی ترڅو په دی وزارت کې اصلاحات راولی.



 
آوا خبرګزاری-کابل: صدیق صدیقی د ریاست جمهوری ویاند نن(یکشنبه، ۱۲ عقرب) په یو کنفرانس کې وویل: ولسمشر غنی د ادریس زمان سره په لیدنه کې ټینګار کړي چی دا وزارت باید اقتصادی برخو کې نور هم فعال شی.
ښاغلی صدیقی وویل چی ولسمشر غنی تیره ورځ د افغانستان په چارو کې د آلمان خاص نماینده سره لیدنه کړي او افغانستان کې ددی هیواد نظامیانو ماموریت ادامه او افغانستان اقتصادی پراختیا په شان مسایلو باندی بحث کړی دی.
صدیقی وویل: په دی لیدنه کې ولسمشر د سولې پروسی په اړه هم بحث کړي او افغانانو په مشری سولې پروسی باندی ټینګار کړی. هغه زیاته کړه: آلمانی مقام هم افغانستان سره هغه هیواد همکاری ادامه باندی تعهد کړی دی.
صدیقی وویل چی ولسمشر غنی همدارنګه تیره ورځ د خارجه چارو وزارت سرپرست او ددی وزارت معینانو سره لیدنه کړي او هغه راتلونکې مامریت او کارکردونو باندی بحث کړی دی.
صدیقی وویل چی ښآغلی غنی د ادریس زمان سره په لیدنه کې ټينګار کړی دی چی دا وزارت باید اقتصادی برخو کې نور هم فعاله شی. همدارنګه ښاغلی غنی د خارجه وزارت سرپرست څخه غوښتی دی ترڅو په دی وزارت کې جدی اصلاحات رامنځته کړی دی.
 


د مطلب کود: 194630

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194630/صدیقی-ولسمشر-د-خارجه-وزارت-سرپرست-څخه-غوښتي-دی-ترڅو-کې-اصلاحات-راولی

آوا
  https://www.avapress.com