دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۱۶
د مطلب کود : 194633
د مالیې وزارت سرپرست وایي له هیڅ بهرني بنسټ نه یې مالی امتیاز نه دی اخیستی
د مالیې وزارت سرپرست، همایون قیومي وايي له هغه وروسته چې دغه وزارت ته راغلی، له هیڅ بهرني بنسټ نه یې مالي امتیاز نه دی ترلاسه کړی.

ښاغلي قیومي چې نن یکشنبې د سنا جرګې شکایتونو کمیسیون ته وربلل شوی و، پر ځان ټول لګیدلي تورونه رد کړل.
په دې وروستیو کې داسې رپوټونه خپاره شول چې کني د مالي سرپرست وزیر، همایون قیومي له بهرنیو بنسټونو سلګونه زره ډالر ترلاسه کړي دي.
خو د سنا جرګې د شکایتونو کمیسیون دا ځوابونه قانع کوونکي ونه بلل.
د دغه کمیسیون غړو ټینګار درلود چې د مالیې وزارت د پخواني دفتر مشر شپږ تنه په جعلي لاسلیکونو باندې ګمرکونو کې ګمارلي او په بدل کې یې له ۵۰ تر ۲۵۰ زرو ډالرو پیسې ترلاسه کړي دي.
خو د ماليې وزارت سرپرست وویل دا موضوع هم د عدلي او قضایي ارګانونو تر څیړنې لاندې ده.
د افغانستان امریکایي پوهنتون باندې د کرنې وزارت د ځمکو پلورل، کاردان خصوصي تلویزیون باندې د مرکزي سیلو د یوې برخې پلورل او بریټانیا سفارت باندې د ملي تلویزیون د ځمکې خرڅول نور هغه شکایتونه وي چې د مالیې سرپرست وزیر یې مشرانو جرګې ته کاږلی و.
همایون قیومي وویل له تیرو شپږو میاشتو راهیسې د مالیې وزارت د املاکو ریاست د ښار جوړونې وزارت سره ادغام شوی او دوی د ځمکو پلور کې هیڅ لاس نه لري.
خو په وینا چې د افغانستان امریکایي پوهنتون باندې د ځمکې پلورلو په تړاو چې د پخواني ولسمشر له لوري شوي، څيړنې شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfab8frhb90p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته