کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر د سولې طرحې په اړه د ولسي جرګې له غړو سره خبرې کړې

13 عقرب 1398 ساعت 10:26


د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د ولسي جرګې له اداري هیت، پارلماني ګروپونو او د کمیسیونونو له مشرانو سره کتلي دي.
د افغان خبری آژانس د خبر له مخی ،په دې کتنه کې د درېګونو قواوو ترمنځ پر لا همغږۍ ټینګار شوی دی او له ولسي جرګې غوښتل شوي چې د قانون په چوکاټ کې د چارواکو پر کړنو خپل نظارت ته ادامه ورکړي.
ولسمشر غني د سولې د طرحې په اړه هم د ولسي جرګې له غړو سره خبرې کړې دي او ددوی نظرونه یې اخیستي دي. ولسمشر ویلي سوله د افغانانو لومړیتوب دی خو هغه سوله د افغانستان په ګټه ده، چې لاس ته راوړنې خوندي کړي، جګړې پای ته ورسوي او دایمي ثبات ته لاره هواره کړي.
د ولسي جرګې غړو هم ویلي چې دوی د حکومت د سولې له طرحې ملاتړ کوي.


د مطلب کود: 194656

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194656/ولسمشر-د-سولې-طرحې-په-اړه-ولسي-جرګې-له-غړو-سره-خبرې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com