دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 194656
ولسمشر د سولې طرحې په اړه د ولسي جرګې له غړو سره خبرې کړې
د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د ولسي جرګې له اداري هیت، پارلماني ګروپونو او د کمیسیونونو له مشرانو سره کتلي دي.
د افغان خبری آژانس د خبر له مخی ،په دې کتنه کې د درېګونو قواوو ترمنځ پر لا همغږۍ ټینګار شوی دی او له ولسي جرګې غوښتل شوي چې د قانون په چوکاټ کې د چارواکو پر کړنو خپل نظارت ته ادامه ورکړي.
ولسمشر غني د سولې د طرحې په اړه هم د ولسي جرګې له غړو سره خبرې کړې دي او ددوی نظرونه یې اخیستي دي. ولسمشر ویلي سوله د افغانانو لومړیتوب دی خو هغه سوله د افغانستان په ګټه ده، چې لاس ته راوړنې خوندي کړي، جګړې پای ته ورسوي او دایمي ثبات ته لاره هواره کړي.
د ولسي جرګې غړو هم ویلي چې دوی د حکومت د سولې له طرحې ملاتړ کوي.
https://avapress.com/vdcgnt9q3ak9y34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته