دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 194657
د ۲۱۵میوندقول اردوقوماندان:هرهوايې عملیات مو تر ۳ ورځني کشف اومالوماتو وروسته ترسره کړي دي
هلمند کي د دوسوه پنځلسم میوند قول اردو قوماندان وايي: هڅه يي کړې، چي د ملکي تلفاتو دمخنیوي برخه کي لا ډېر اقدامات ترسره کړي.
نوموړي دا څرګندوني د امنیتي ځواکونو د ستایني په یوه غونډه کي وکړې.
د ولسي ملاتړ پروګرام په یوه غونډه کي چي ګڼ شمېر ځايي ولسي مشرانو او امنیتي ځواکونو پکښي ګډون کړی و، د وسله وال پوځ د ورستیو پرمختګونو او قربانیو ستاینه وسوه.
په دې غونډه کي د دوه سوه پنځلسم میوند قول اردو قوماندان برید جنرال زبیح الله مهمند وویل : د دوی ټول عملیات د ولسي خلکو د ژوند د ساتلو په پار ترسره کیږي ، ځکه نو هر عملیات کي د ولسي مرګ ژوبلي د مخنیوي لپاره خاص اقدامات ترسره کیږي.
ده وویل : د وسله والو پر پټڼ ځایونو تر برید درې ورځي د مخه د هماغسي سیمي کشف او مالومات ترلاسه کوي ، او تر پوره ډاډمن کیدو وروسته بیا حمله کوي.
هلمند والي محمد ياسين خان د امنيتي او دفاعي ځواکونو ورستي پرمختګونه وستایل  زیاته يي کړه ، چي  دا وروستيو کي ګڼ شمېر سيمې پاکې شوي، د امن او پرمختګ لپاره ګڼ فرصتونه چمتو شوي دي او دغه لړۍ لاهم دوام لري.
غونډه کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ شعرونه، ترانې، حماسي سندرې او تمثيلي پارچې هم نندارې ته وړاندې شوي، ددې ترڅنګ د ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت ځواکونو ته ستاينليکونه هم ورکړل شول.
.


https://avapress.com/vdchmknzq23nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته