دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۲
د مطلب کود : 194658
کندهارکي خصوصي د لوړو زده کړو مؤسسو له خلکوسره دعلم دکچي په پیاوړتيا کي مرسته کړې
سره له دې، چي هر کال د کندهار پوهنتون ته په زرګونه کسان د لوړو زده کړو په موخه امتحان ورکوي، خو محدود کسان د زده کړو په موخه جذبېږي، خلک وايي، خصوصي پوهنتونونو د لوړو زده کړو په تر لاسه کولو کي ورسره زياته مرسته کړې.
د پوهنتونونو مسؤلين او ولايتي اداره وايي، د خصوصي پوهنتونونو د پياوړتيا او کيفيت لوړوني په موخه کار کوي او هڅه کوي، څو د ټولو معيارونو له مخي يې پوره کړي.
په کندهار کي څلور د لوړو زده کړو موسیسې فعاليت کوي. د اسما او محيب الله ترڅنګ زرګونه کسان نور هم سته، چي د کندهار د لوړو زده کړو په خصوصي مؤسسو کي لوړي زده کړي کوي.
محصلين وايي، د خصوصي پوهنتونونو کيفيت لوړ دئ، پر خپل وخت استاد ورته راځي او ټول درسي مواد پر خپل وخت د زده کړو له معيار سره سم ورکوي.
د کندهار د ملالۍ او ميرويس نيکه د لوړو زده کړو مؤسسو مسؤلين وايي، د پوهنتونونو د کيفيت د لا لوړېدو په موخه کار کوي او هڅه کوي، څو ټول د لوړو زده کړو معيارونه پوره کړي.
د دوی په خبره، د ټولو محصلينو ستونزي هر کله پر خپل وخت د يوه منظم پروسيجر له لاري حلوي او دغه راز د نصاب او کريکولم کمېټه يې ګمارلې، څو د محصلينو د تدريس بهير په ښه ډول وڅاري او د نصاب اړوند يې ستونزي حل او د لوړو زده کړو وزارت اړوند خپل معيار پوره کړي.

د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د ستونزو اړوند مو د کندهار والي حيات الله حيات سره هم خبري وکړې، ښاغلی حيات وايي، ولايتي اداره په خصوصي برخه کي د لوړو زده کړو مؤسسو هڅي د علم د پراختيا په موخه ستايي او د لا همکاريو ډاډ يې څرګند کړ.
کندهار والي د خصوصي لوړو زده کړو د مؤسسو له مسؤلينو غواړي، چي د زده کړو په برخه کي دي قانون ښه مراعت کړي د محصلينو ترمينځ دي په هيڅ برخه کي فرق نه کوي، بلکي د علم او لوړو زده کړو د ټولو معيارونو پر اساس دي خپل فعاليت سرته ورسوي.
هېره دي نه وي، چي د خصوصي لوړو زده کړو د لا ښه معياري کېدو او کيفيت لوړوني په موخه کندهار پوهتون هم له ټولو خصوصي پوهنتونونو سره کار کوي او هڅه کوي، چي کيفيت، کميت، معيار او اصول يې ټول پر ځای او بهترين د لوړو زده کړو مرکزونه ورڅخه جوړ کړي.
https://avapress.com/vdciw5azvt1a3q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته