دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 194660
هلمند کې د لومړي ځل لپاره د لړمانو فارم جوړ شو
د هلمند مرکز لښکرګاه کې د لړمانو روزنې یو مجهز فارم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. په دې فارم کې ۱۶۰۰۰ لړمان روزل کیږي.

دغه فارم چې د خصوصي سکټور له خوا جوړه شوې ده، د هملند د کرنې ریاست له خوا ور سره په بېلابېلو برخو کې هر اړخیزې مرستې او همکارۍ کیږي.
د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت د کرنې ریاست دیاد فارم د پرمختیا په پار د فارم شته ستونزې او غوښتنې راټولې او په فني توګه یې دوی ته لازمې لارښوونې کړي دي.
د فارم چارواکي وايي، چې دا فارم یې ددې ولایت څخه د لړمانو د قاچاق د مخنیوي په موخه جوړ کړی دی.
دوی وايي تر اوسه یې ۱۶۰۰۰ لړمان راټول کړي او حکومت څخه غوښتنه کوي، چې په نړیوال بازار کې د پلور لپاره ورته زمینه برابره کړي.
له دغو لړمانو څخه به تر لاسه کېدونکي زهر یو شمير بهرنیو هيوادونو ته صادر شي.
ددې لړمانو خوراکه چنجي دي او هر لړم درې میاشتو کې شپږ څاڅکي زهر تولیدوي، چې د یو کیلو زهرو بیه نږدې لس میلیونه ډالرو ته رسیږي.
باید وویل شي، چې د لومړي ځل لپاره په هرات کې د لړمانو یو فارم جوړ شو، چې په هېواد کې د لړمانو د ساتلو او زهرو د تولید لومړنی فارم دی. د هرات د لړمانو په فارم کې له دوه زرو زیات لړمان ساتل کېږي، او له دغو لړمانو څخه تر لاسه کېدونکي زهر یو شمير بهرنیو هيوادونو ته صادرېږي.
https://avapress.com/vdcb0ab8grhb90p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته