د يادو ولايتونو سلګونه مشران او سپين ږيري کندهار ولايتي شورا ته راغلي وه او له هغوئ څخه يې غوښتنه وکړه، چي د کندهار د ملي امنيت له لوري بېګناه نيول سوي کسان دي خوشي کړي.
هغوئ ادعا کول، چي دوستان او کليوال ئې د بولدک ولسوالۍ له لاري پاکستان هيواد ته تلل، چي په لار کي د ملي امنيت د ځواکونو لخوا د وسله والو په نوم نيول سوي دي او دا مهال د دوئ په بند کي ناست دي.
د کندهار ولايتي شورا د يک شنبې نوبتي غونډي ته د کندهار، هلمند، فراه، هرات او غزني ولايتونو لسګونه مشران او سپين ږيري راغلي وه او د شورا څخه ئې د خپلوهغو بنديانو د خوشي کېدو غوښتنه وکړل، چي د سپين بولدک پر لار د کندهار د ملي امنيت د ځواکونو لخوا د وسله والو سره د تړاو په تور نيول سوي دي.
هغوئ ادعا کول، چي نيول سوي کسان ټول بېګناه دي.
د شورا په دې غونډه کي، چي د کندهار د ملي امنيت رياست مرستيال او څارنوال هم حاضر وه د شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال وويل، معترضينو ته د مسؤلينو له لوري ډاډ ورکول سوی، چي د نيول سوو کسانو دوسيې به ژر تر ژره وڅېړي او کوم کسان، چي بېګناه ثابت سي ډېر ژر به خوشي سي.
د کندهار ولايتي شورا رئيس دغه راز په ښار کي د درانه وزن لرونکو موټرانو او د کنډ او کپر سړکونو په اړه هم اندېښنه وښودل او د مسؤلينو څخه ئې غوښتنه وکړه، چي دې ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.
د ولايتي شورا په غونډه کي د نورو مراجعينو پر ستونزو او غوښتونو هم بحث وسو او د حل په موخه اړوند ادارو ته راجع سوه.