د فرانسې په شمال کې د یوه بس د اوښتو په پېښه کې ۳۳ کسان ټپیان شوي دي.
فرانسه کې د بس د اوښتو په پېښه کې ۳۳ کسان ټپیان شوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 عقرب 1398 ساعت 10:42
د فرانسې په شمال کې د یوه بس د اوښتو په پېښه کې ۳۳ کسان ټپیان شوي دي.
د سپرلۍ دا موټر د فلیکس بس کمپنۍ مربوط و چې له فرانسې لندن ته روان و.
پېښه امینس ښار ته نږدې شوې ده.
په ټپیانو کې د ۴ کسانو وضعیت نازک ښودل شوی.
د چپه شوي بس سپرلۍ امریکایان، اسپانویان، اسټرالیایان، هالنډیان، برټانویان او روسان دي.
د پېښې په اړه پلټنې پیل شوي دي.
د مطلب کود: 194664