کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نوو مقرره سوو مامورينو ته دلومړنيو خاصو زده کړو ورکشاپ پيل سو

13 عقرب 1398 ساعت 10:44

دغه شپږ ورځنی ورکشاپ، چي د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دکميسون لخوا داير سوی، موخه يې په دولتي ادارو کي نوو مقرره سوو مامورينو ته دعصري ادارې اړوند خاصي زدکړي او تجريبې ور ښودل دي.



دولايت مقام اداري او مالي مرستيال عبدالحنان منيب د ورکشاپ  دپيل پرمهال داډول ورکشاپونه ددولتي ادارو د مامورينو لپاره ګټور وبلل او دورکشاپ دټولو ګډونوالو څخه يې  وغوښتل، چي ددغه زدکړو څخه اعظمي ګټه واخلي.
داطلاعاتو اوکلتور رياست دغونډو په تالارکي ددغه ورکشاپ په لومړۍ ورځ د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دخپلواک کميسون رئيس فيروز خپلواک  وويل دغه ورکشاپ دمرکزي کميسون لخوا په دې ولايت کي دنوو مامورينو لپاره داير سوی، چي دمرکز څخه دراغلو باتجريبه استادانو لخوا به دادارې اړوند خاصي زدکړي اوتجريبې يادو مامورينو ته ورکول سي، څو دوی ددغه زده کړو څخه په استفاده په دولتي ادارو کي په ښه توګه کار ترسره اوخلګو ته پروخت خدمات وړاندي کړي.
مرستيال والي عبدالحنان منيب  دغه ډول ورکشاپونه دنوو مامورينو دظرفيت لوړوني لپاره ډير ګټور  وبلل او زياته يې کړه، چي نوي مامورين به ددغه ډول ورکشاپونو له لاري په چاروکي له ستونزو خلاص سي.
هغه دمرکز څخه راغلو استادانو څخه ځانګړې مننه وکړه چي دکندهار دمامورينو دلا پياوړتيا لپاره دزړه له تله هڅي کوي
ښاغلي منيب وایی ولايتي اداره دمامورينو دپياوړتيا او له هغوی سره دهرډول ستونزو هواري ته ژمنه ده.
په دې ورستيوکي دمراجعنو لپاره ددولتي ادارو لخوا پروخت اوښه ډول خدمات وړاندي کيږي چي مسولين يې يوازنی لامل دغه ډول روزنيز ورکشاپونه يادوي.


د مطلب کود: 194665

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194665/نوو-مقرره-سوو-مامورينو-ته-دلومړنيو-خاصو-زده-کړو-ورکشاپ-پيل-سو

آوا
  https://www.avapress.com