دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 194667
مرستیال والي: نا امنیو د خبریالانو په وړاندي جرایم زیات کړي دي
د کندهار په ولایت مقام کي د خبریالانو په وړاندي د جرمنو د مخنيوي نړیواله ورځ ولمانځل سوه، چي پر مهال یې کندهار مېشتو خبریالانو دولتي مسؤلینو او د ملګرو ملتونو استازو هم برخه اخیستې وه.
په غونډه کي د خبریالانو په وړاندي د پرتو ستونزو او د هغوی د قربانیو په اړه خبري او د خونديتوب غوښتني وسوې.
د کندهار په ولایت مقام کي د خبریالانو په وړاندي د جرمنو د مخنيوي نړیواله ورځ ولمانځل سوه، چي پر مهال یې وویل سوه، په روان میلادي کال کي د ټول هیواد په سطحه د خبریالانو په وړاندي ۱۰۹ جرمي قضيې ثبت سوي، چي له جملې یې ۷ تنو خبریالانو خپل ژوند د لاسه ورکړي دي.
په دغه غونډه کي د ولایت مقام د دواړه مرستیالانو تر څنګ د ملګرو ملتونو استازو، دولتي مسؤلینو، د پوهنتون استادانو اومحصلینو او کندهار مېشتو خبریالانو برخه اخیستې وه، چي پر مهال يې مرستیال والي عبدالحنان منیب وویل، ناامنیو او خرابو شرایطو د خبریالانو په وړاندي ستونزي زیاتي کړي دي.
ښاغلي منیب زیاته کړه، هڅه کوي څو خبریالانو ته اسانتیاوي زیاتي کړي او په وړاندي یې پراته خنډونه له منځه یوسي.
په ورته مهال کي په کندهار کي د ملګرو ملتونو د حقوق بشر استازي نتالیه وویل د خبریالانو په وړاندي جرمنه ځکه زیاتیږي چي په اړه یې دولتي مسؤلین جدي اقدام نه کوي.
اغلي نتالیه وویل که حالت همداسي دوام وکړي ښایي د خبریالانو کاري ساحه را تنګه سي.
وروسته د خبریالانو د ځينو ټولنو استازو له هغه ستونزو څخه یادونه وکړه چي په کاري ساحه کي ورسره مخ کیږي، هغوی وویل خبریالان د فزیکي، لفظي، په مرګ کواښوونکي او معلوماتو ته د نه لاس رسي د ستونزو سره مخ دي چي په اړه یې باید اړوند مسؤلین جدي اقدامات تر سره کړي.

د خبریالانو په وړاندي د جرمنو د مخنيوي د نړیوالي ورځي په لمانځغونه کي وویل سوه چي د تېر میلادي کال څخه تر دا مهال په کندهار کي د ملې راډیو تلوېزیون کمره مین حاجي محمد سليم رحيم او د هیواد راډیو تلوېزیون خبریال حمید الله هوتکي خپل ژوند د لاسه ورکړي.
د غونډي په ورستیو کي دښه فعالیت لرونکو راډيوګانو، د پوهنتون استادانو او غوره محصلینو ته ستاینلیکونه هم ورکول سوه.
https://avapress.com/vdciq5azyt1a3q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته