دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۳
د مطلب کود : 194675
کربلا کښې د ایران په کنسولګرۍ حمله شوې ده
د عراق په مرکز کربلا ښار کښې بیګا نامعلومو کسانو د ایران د اسلامي جمهوریت په کونسولیټ باندې برید کړی دی.
په عراق کښې په بدو اقتصادي حالاتو باندې د اعتراض تر عنوان لاندې یوه ډله کسانو په کربلا کښې د ایران د اسلامي جمهوریت پر کونسلګرۍ حمله وکړه.
عراقي سرچینو ویلي چې له دغو کسانو سره د مقابلې لپاره د عراق د امنیتي ځواکونو څلور یونټونه په کربلا کښې د ایران د کنسولګرۍ په خواوشا کښې ځاې پرځاې شوې دي.
د ویلو ده چې په څو وروستیو ورځو کښې نامعلومو وسله والو په ځلونو د عراق په مختلفو ښارو کښې پر امنیتي ځواکونو او هم داشان حکومتي مرکزونو باندې حملې کړې دي.
عراقي چارواکو ویلې دي چې دا بریدونه د فتنې اچولو په موخه شوې دي.
 
https://avapress.com/vdchqknzm23nw-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته