کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران: د سولې په هغه غونډه کې ګډون کوو چې د افغانانو استازي په کې شتون ولري

13 عقرب 1398 ساعت 13:56


د ایران د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له افغان سفیر غفور لېوال سره په ګډه خبري غونډه کې ویلي، په دې وروستیو کې روسیې وړاندیز ورته کړی چې د افغانستان د سولې په اړه له جوړېدونکو غونډو سره یو ځای شي.
د ایراني چارواکو په وینا دوی یوازې په هغه غونډه کې ګډون کوي چې د افغان حکومت رسمي استازي پکې موجود وي.
ایران له افغان سولې ملاتړ څرګند کړی دی، خو وایي له هغې سولې ملاتړ کوي چې افغان حکومت پکې حاضر وي، د افغانانو په مالکیت وي او په دغه هېواد کې روانې جګړې پای ته ورسوي.
ایران داسې مهال دغه څرګندونې کړې دي، چې روسیې له څلور اړخیز بهیر سره ددغه هېواد د یو ځای کېدو غوښتنه کړې وه.


د مطلب کود: 194685

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194685/ایران-د-سولې-په-هغه-غونډه-کې-ګډون-کوو-چې-افغانانو-استازي-شتون-ولري

آوا
  https://www.avapress.com