کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ځواکونو غزني کې ۱۶ بورۍ چاودیدونکي توکی نیولي

13 عقرب 1398 ساعت 13:57


نن سهار امنیتي او دفاعي ځواکونو د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو یوه عراده لېږدوونکې واسطه او ۱۶ بورۍ چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
 
امنیتي او دفاعي ځواکونو یاد چاودېدونکي توکي او لېږدوونکې واسطه د قره باغ ولسوالۍ له بشیر کلي د ترهګرو طالبانو له یوه پټنځایه ترلاسه کړي، چې ترهګرو به د ترورېستي فعالیتونو او د سړک غاړې ماینونو په جوړولو کې ترې استفاده کوله.
د یادونې ده چې پدې عملیاتو کې ترهګرو طالبانو ته ځاني مرګ ژوبله هم اوښتې.


د مطلب کود: 194686

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194686/افغان-ځواکونو-غزني-کې-۱۶-بورۍ-چاودیدونکي-توکی-نیولي

آوا
  https://www.avapress.com