دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۷
د مطلب کود : 194686
افغان ځواکونو غزني کې ۱۶ بورۍ چاودیدونکي توکی نیولي
نن سهار امنیتي او دفاعي ځواکونو د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې یو لړ عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې يې د ترهګرو طالبانو یوه عراده لېږدوونکې واسطه او ۱۶ بورۍ چاودېدونکي توکي کشف او ترلاسه کړي دي.
 
امنیتي او دفاعي ځواکونو یاد چاودېدونکي توکي او لېږدوونکې واسطه د قره باغ ولسوالۍ له بشیر کلي د ترهګرو طالبانو له یوه پټنځایه ترلاسه کړي، چې ترهګرو به د ترورېستي فعالیتونو او د سړک غاړې ماینونو په جوړولو کې ترې استفاده کوله.
د یادونې ده چې پدې عملیاتو کې ترهګرو طالبانو ته ځاني مرګ ژوبله هم اوښتې.
https://avapress.com/vdcjoxevmuqehmz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته