حنیف رضائی د شاهین ۲۰۹ قول اردو مطبوعاتی مسئول د
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل چی دا کسان تیره ورځ د هوایی ضرباتو، توپچی او مسلحانه نښتو کې وژل شوی دی.
دهغه په وینا، ملا غوث الدین، ملا صلاح الدین او ملا نور علی د طالبانو سیمه ییز قوماندانانو څخه د خپلو ۲۶ تنو سره وژل شوی او ۱۰ تنه یی هم ټپیان شوی دی.
رضایی زیاته کړه چی په دی امنیتی پیښو کې یو میل اسلحه ددرازنوف، دوه میله کلاشینکوف او طالبانو یو قاب دوربین د امنیتی او دفاعی ملی ځواکونو لاسته ورغلی دی.
د هغه په وینا په دی نښتو کې ملکی وګړو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی او یواځی یو کس امنیتی ځواکونو څخه په شهادت رسیدلی دی.