د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، کابل کې د پاکستاني ډپلوماټانو سره د ناسم چلند له کبله یې دا افغان ډپلوماټ احضار کړی.
پاکستان اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ
13 عقرب 1398 ساعت 13:10
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، کابل کې د پاکستاني ډپلوماټانو سره د ناسم چلند له کبله یې دا افغان ډپلوماټ احضار کړی.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې راغلي، کابل کې ځینې پاکستاني ډپلوماټان، خپل سفارت ته پر لار له خنډونو سره مخامخ شوي او په موټر سایکل وهل شوي دي.
د افغانستان حکومت په دې اړه لا څه نه دي ویلي.
بل لور پاکستان ویلي، سر له ننه یې د امنیتي ګواښونو له کبله افغانستان کې خپل سفارت تر بلې خبرتیا تړلی.
د مطلب کود: 194690