دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۶
د مطلب کود : 194708
بغلان کې یوې چاودنې د ۸ ملکیانو ژوند واخیست
په بغلان ولایت ځایي چارواکي وایي د دغه ولایت ډنډ غوري ولسوالۍ اکاخیلو کلي کې د یوې چاودنې په پایله کې ۸ ولسي وګړي وژل شوي دي.

دا چاودنه نن دوشنبې سهار شوې او په وژل شوو کسانو کې یې څلور ماشومان او دوې میرمنې شامل دي.
د بغلان د پولیسو ویاند، جاوید بشارت یک تلویزیون ته وویل په دې پيښه کې شپږ نور ملکیان ټپيان شوي دي.
د پيښې ټول قربانیان د یوې کورنۍ غړي دي چې په یوه سراچه ډوله موټر کې سپاره و.
دا لومړی ځل نه دی چې د ماین په چاودنو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
له دې څو ورځې وړاندې په تخار او پکتیکا ولایتونو کې هم ورته پيښو د لسګونو ولسي وګړو ژوند واخیس
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7e8zvjh8ofi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته