کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دولتي عسکر د چاپو او عملياتو پر مهال ملکيان او ښوونکي د سپر په توګه کاروي

13 عقرب 1398 ساعت 15:55


دولتي عسکر د چاپو او عملياتو پر مهال ملکي خلک او د ښوونځيو استادان د سپر په توګه کاروي.
د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، دولتي عسکر د شپنيزو چاپو پر مهال د ښوونځيو ښوونکي او محصلين د سپر په توګه کاروي او هېڅوک يې شکايت نه اوري.
د چک ولسوالۍ لالاخېلو کلي اوسېدونکي او د حضرت عمر فاروق ليسې ښوونکي محمد حام بها پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، چې دولتي عسکر د ده په شمول يو شمېر نور سپين ږيري ښوونکي، چې د شپې لاره هم نه ويني، په چاپو او عملياتو کې له ځان سره بيايي او د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
حامد بها وايي، دولتي عسکر د ښوونکو سربېره د سيمې سپين ږيري، بزګران او نور خلک په عملياتو کې د سپر په توګه کاروي.
د حامد بها په وينا کله، چې دوی عسکرو او قومندان ته شکايت کړی، نو هغه ورته ويلي، چې دا کار دوی د لوړپوړو چارواکو په امر کوي او هېڅ ډول شکايت نه اوري.
معلم حامد بها د سيمې د خلکو په استازيتوب پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، چې حکومت دې د عملياتو پر مهال د ملکيانو له سپر ګرځولو څخه ډډه وکړي او د ولس او حکومت ترمنځ شته واټن نور زيات نه کړي.


د مطلب کود: 194712

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194712/دولتي-عسکر-د-چاپو-او-عملياتو-پر-مهال-ملکيان-ښوونکي-سپر-په-توګه-کاروي

آوا
  https://www.avapress.com