دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۸
د مطلب کود : 194716
د تېر کال په پرتله په عوایدو کې ۱۰ میلیارده زیاتوالی راغلی دی
مالیې وزارت وايي، سږ کال یې تر اوسه ۱۶۰ میلیارده افغانۍ عواید را ټول کړي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۰ میلیارده زیاتوالی ښيي.
د دغه وزارت ویاند شمروز مسجدي پرون ازادي راډيو ته وویل: “تېر کال مو تر دې وخته پورې ۱۵۰ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي وو، سږ کال ۱۶۰ میلیارده افغانۍ راټولې شوې، نو تېر کال ته په پام سره مو ۱۰ میلیارده افغانۍ عواید زیات راټول کړي.”
ښاغلی مسجدي زیاتوي، تېر مالي کال د افغانستان د مالیې وزارت په ټول کال کې ۱۸۹ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي وو او روان کال په پلان کې ده چې له ۲۰۰ میلیاردو زیات عواید راټول شي.
ښاغلی مسجدي زیاتوي، له فساد او قاچاق سره مبارزه، د مالیې په راټولولو کې له خصوصي سکټور سره همغږي او د یو غوره میکانېزم پلي کول یې عواید زیات کړي دي.
https://avapress.com/vdcdfo0f9yt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته