کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د عمران خان حکومت پرضد د اعتراضونو دوام

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 13 عقرب 1398 ساعت 16:35

د پاکستان پلازمېنې، اسلام آباد کې د "جمعیت علمای اسلام" پلویانو د اعتراضي غونډو سربېره غواړي چې د حکومت مخالفو ګوندونو د مشرانو ترمنځ هم ناستې ترسره کړي.



پاکستان کې د مذهبي – سیاسي جمعیت الاسلام ګوند د اعتراضونو په ترڅ کې د دغه هېواد د لومړي وزیر، عمران خان د ګوښه کېدو غوښتنه کړې وه او هغه ته یې د دوشنبې (د لړم ۱۳مې) د ورځې تر پایه پورې وخت ورکړی وو.
همداراز تمه کیږي چې عمران خان هم د تحریک انصاف پارلماني کمېټې ناستې مشري وکړي، څو له اعتراض کوونکو سره د جوړجاړي په اړه پرېکړه وکړي.
د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ اعتراض کوونکي وايي چې عمران خان د پوځ په ملاتړ واک ته رسېدلی او د تېر ۲۰۱۸ کال پارلماني ټاکنو کې یې درغلۍ کړې دي.
مولانا فضل الرحمان وايي:«په هرو ټاکنو کې درغلۍ کېږي. د پاکستان پوځ خپل کس واک ته رسوي. زموږ ځواکونه د درناوي وړ دي، خو غواړم روښانه کړم دا چې دوی باید په راتلونکې کې پرېکړه وکړي چې پارلماني ټاکنې په دوی پورې تړاو نلري.»
په همدې حال کې یاد ګوند د عمران خان د ګوښه کېدو ترڅنګ د بیا ټاکنو غوښتنه کوي؛ خو د عمران خان په مشرۍ، تحریک انصاف ګوند او د پاکستان حکومت د نوموړي استعفاء د نه منلو بولي.
 


د مطلب کود: 194719

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194719/د-عمران-خان-حکومت-پرضد-اعتراضونو-دوام

آوا
  https://www.avapress.com