کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بغلان: د طالبانو ماین د یوې کورنۍ ۸ غړي وژلي ۶ نور ژوبل دي

13 عقرب 1398 ساعت 17:43


د بغلان چراواکي وايي، د دې ولایت په ډنډ شهاب الدین، اکاخېلو کلي کې د طالبان د سړک غاړې ماین د یوې کورنۍ اته غړي وژلي دي او ۶ نور ټپيان دي.

 د بغلان د امنیه قومندانۍ د ویاند احمد جاوېد بشارت په یو ټلیفوني تماس کې وویل، اکاخېل د طالبانو تر واک لاندې سیمه ده چې د سړک د غاړې ماین چاودنې په ې د څلورو ماشومانو، دوه ښځو او یو نارینه په ګډون د یوې کورنۍ ۸ غړي وژلي، خو ۴ ماشومان، یوه ښځه او یو نارینه په کې ژوبل شوی دی: (( دا ټول د یوې کورنۍ غړي دي، چې په سراچه موټر کې د خپلوانو کور ته روان وو او چاودنه پرې شوې ده.))
ښاغلی بشارت وايي، دغې سیمې ته نږدې افغان ځواکونو دوه ورځې وړاندې هم په عملیاتو کې شل د سړک غاړې ماینونه کشف او خنثی کړي وو.

 طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د طالبانو د سړک غاړې ماینونه هغه ړندې وسلې دي چې تر ټولو زیات ملکي تلفات اړوي.
دوه ورځې وړاندې هم د طالبانو یو ماین په تخار کې د یو ټولګي ۱۱ زده کوونکي ووژل.


د مطلب کود: 194720

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194720/بغلان-د-طالبانو-ماین-یوې-کورنۍ-۸-غړي-وژلي-۶-نور-ژوبل-دي

آوا
  https://www.avapress.com