دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۰
د مطلب کود : 194724
هلمند کي نیول شوي ۱۳ټنه نشه يي توکي وسوځول شول
کورنیو چارو وزارت وایې د هلمند ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې منسوبینو د تېرو کلونو د ګڼو عملیاتو په ترڅ کې ۱۳ ټُنه نشه يي توکي کشف او ضبط کړي و، چې په لښکرګاه ښار کې له نشه يي توکو سره د مبارزې د معین په شتون کې سوځول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په وینا په سوځول شویو نشه يي توکو کې سلګونه لیتره الکولي څښاک، هیرویین، چرس او امفتامین شامل دي؛ چې د تېرو کلونو په لړ کې له نشه يي توکو سره د مبارزې ځواکونو کشف او ضبط کړي وو او د ساتنې، خرڅلاو او قاچاق په تړاو یې لسګونه تنه نیولي دي.
هلمند کې د نشه یې توکو کر، پېر او پلور ته وسله والو طالبانو زمینه مساعده کړې ده، دغه ډله د بهرنیو استخباراتي سازومانونو د مالي ملاتړ تر څنګ د نشه یې توکه له درکه هم زیاتې پیسې تر لاسه کوي.
https://avapress.com/vdcci0qs02bqom8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته