دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۵۶
د مطلب کود : 194728
افغانستان د مډرنو غلامانو درلودو له مخې دویم مقام کې راغی
د یوې نوې موندنې پر اساس، افغانستان په نړۍ کې دویم هغه هیواد دی چې مډرنه غلامي پکې ډیره ده.
د یوې نوې موندنې پر اساس، افغانستان په نړۍ کې دویم هغه هیواد دی چې مډرنه غلامي پکې ډیره ده.
دا څرګندونې یو شمیر کارپوهانو نن دوشنبې د ( مډرنه غلامي او حل لاره یې) تر نامه لاندې ناسته کې ګړي دي.
غلامي په نړۍ کې له پخوا وختونو یو پیژندل شوی لفظ دی، خو کیدای شي افغانستان کې د مډرنې غلامې په اړه خلک معلومات ونه لري.
اوس حال کې په ټوله نړۍ کې څه باندې ۴۰ میلیونه غلامان موجود دي، چې ۷۱ سلنه یې میرمنې او ماشومان دي.
بي کاري، د سواد ټیټه کچه، جګړې، بچه بازۍ، پر ماشومانو سخت کارونه، له وخته وړاندې ودول او له پیسو پرته کار، د مډرنې غلامۍ غوره بیلګې یادې شوي دي.
د نن ورځې د ناستې یو شمیر ګډونوال چې بهرني او کورني کارپوهان پکې شامل و، په دې باور و چې د قانون پلي کول او د اقتصادي پیاوړي کول د غلامۍ له منځه وړلو لپاره ډیر ګټور دي.
خو دا غلامي د تیر په څیر نه ده، چې انسانان لکه نور توکي پیرل او پلورل کیدل.
د جګړې، یرغل، استعمار او نورو کلمو ترڅنګ، په اوسني عصر کې د برده دارۍ یا غلامیدو او غلامولو مفاهیم هم بدل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgxt9q7ak9yu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته