واز شریف هم تیره اونۍ د روغتیایي دلیلونو په وجه د محکمې په حکم له بنده خوشې شوی دی.
مریم نواز چې د مسلم ليګ (ن) گوند مرستیاله هم ده د غیر قانوني پیسو د سپینولو په تور بندي کړای شوې ده. محکمې د هغې پاسپورت ضبط کړی او ۴٥٠ زره ډالر ضمانت یې ترې اخیستی دی.
د پاکستان د پخواني صدراعظم نواز شریف لور مریم نواز تیره اونۍ له زندان نه هغه روغتون ته انتقال شوه چې پلار یې په کې بستر دی، خو د مریم نواز د روغتیایي ستونزې په اړه جزییات ندي ورکړل شوي.
هغه نن د دوشنبې په ورځ پداسې حال کې خوشې شوه چې د تیرې سه شنبې په ورځ یوې محکمې د ٦٩ کلن نواز شریف د جرم دوسیه د هغه د روغتیایي حالت په وجه د د دو میاشتو لپاره وتړله.
د نواز شریف ډاکترانو ویلي چې د هغه روغتیایي حالت ثابت ندی.
نواز شریف درې دورې د پاکستان د صدراعظم په توگه دنده ترسره کړې، خو وروستی ځل په ٢٠١٧ کې د پاکستان د سترې محکمې له خوا له کاره گوښه کړای شو.
حکومت داسې مهال د اپوزیسون دا مشره له زندان څخه خوشي کوي چې په اسلام اباد کې د پاکستان د حکومت پر ضد مظاهرې روانې دي.
د جعیت علما اسلام په مشرۍ زرګونه مظاهره کوونکي په اسلام اباد کې ټول شوي او د صدراعظم عمران خان استعفا غواړي. خو عمران خان وايي له واک نه پريږدي.