دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۴۳
د مطلب کود : 194758
د امریکا خبری اترې د طالبانو سره افغانستان کې پایدار سولې رامنځته کېدو ضامن نه دی
سیاسی چارو پوهان وایی: که څه هم پایدار سوله د افغانستان درو نسلونو آرمان دی خو د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو اترو بېرته شروع کېدنه نه یواځی داچی پایدار سولې ضامن نه دی بلکه سولې زمینه سازی کې هم اغیزمنده نه ده ځکه دا ټوله خپل مشکلاتو حلولو په لټه دی نه د افغانستان.

 
افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: سید برهان الطافی د پوهنتون استاد افغان غږ خبری آژانس سره مصاحبه کې وویل: د امریکا او طالبانو ترمنځ سولې مذاکراتو نطفه بېرته د انعقاد په حال کې دی؛ که افغانستان حکومت نقش د مذاکراتو په لقاح کې لحاظ نه شی، منعقد نطفه به تیر نطفی په شان په جنین کې سقط شی.
هغه زیاته کړه: ددی لپاره چی افغانستان سولې مذاکراتو نطفه د طبیعی او غیری ارادی او بشری زیانونو څهخ مصون پاته شی، لمړۍ قدم کې باید افغانستان خلګ او حکومت سولې توافقاتو انعقاد کې ټاکونکې نقش ولری او ترڅنګ یی مذاکراتو پروسه د ملی او بین المللی ناظرینو له لوری ساتنه یی وشی.
د پوهنتون دا استاد په وینا که د سولې نطفه په بریالیتوب سره منعقده شی او سیاسی طبیبان صحیح طبابت وکړی ترڅو دا ارزښتناکه پدیده سالم نړۍ ته راشی، افغانستان خلګ به خپل څلوېښت کلنه آرمان ته ورسیږی.
دا په داسی حال کې دی چی سید حسن حسنی د پوهنتون استاد زلمی خلیلازد هڅې د افغانستان سولې لپاره د ریشه څخه غیری موثر بللی او ویلی دی: ترڅو چی جګړی او تاوتریخوالی پای ته ونه رسیږی او طالبان د منازعه اصلی لوری سره یو میز پرسر نه کښینی، ټول هڅې د زلمی خلیلزاد هڅو په ګډون د وخت بی ځایه کول دی.
د پوهنتون دا استاد زیاته کړه: افغانستان سوله دومره اوږده ناستې نه غواړی او یواځي کافی دی چی طالبانو ملاتړ هیوادونه دا ډلې ته امر وکړی ترڅو د جګړی او تاوتریخوالی څخه لاس واخلی او د یو سیاسی پيژندل شوی ډلې په حیث افغانستان نظام کې برخه واخلی.
 
https://avapress.com/vdcjixevouqehaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته