دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۲
د مطلب کود : 194774
شمالي وزیرستان کې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي
د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمو کې په دوو جلا بمي چاودنو څلور پاکستاني سرتېري کې وژل شوي دي.

سیمه ییزو چارواکو د دوشنبه په ورځ (نومبر ۴مه) ازادي راډیو ته وویل، یوه پېښه په رزمک سیمه کې د ماین د چاودني له کبله شوې او دوه سرتیري په کې وژل شوي او یو بل ټپي دی.
د چارواکو په خبره دا سرتیري په ورځنۍ ګزمې بوخت وو چې چاودنه پرې وشوه.
دوه نور سرتیرې په میرعلي ښارګوټي کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې وژل شوي دي.
حزب الاحرار چې د پاکستان د طالبانو تحریک څخه یوه بېله شوې ډله ده، د دې چاودنو مسولیت اخستی دی.
پاکستان په ۲۰۱۴ کال کې د اسلامپالو یاغیانو څخه د سیمې د پاکولو په هدف په شمالي وزیرستان کې پراخ پوځي عملیات وکړل.
 
https://avapress.com/vdchqknzk23nwqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته