دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 194785
په افغان کرکټ بورډ کې نوې ناندرۍ
افغان کرکټ بورډ  ويلې چې په کرېکټ کې د ځينو ستونزو له امله شايد دافغانستان او ويسټ انډيز تر منځ لوبې په تلويزون خپرې نشې.
 افغان کرکټ بورډ مخکې له دې چې دافغان پريمر ليګ(APL) سيالو له تړون څخه سرغړونه وکړي، د يوه بل نړيوال تړون په ماتو هم تورن دي.
ویل کيږي چې دغو ناندريو هغه وخت زور واخيست کله چې افغان کرکيټ بورډ له (TSM) نړيوالې تلويزونې شبکې سره د لوبو د خپرولو په تړون برسيره يې له هندي ( Star Sport )تلويزوني شبکي سره د ويسټ انډيز او افغان لوبډلې تر منځ د سيالیو د خپريدا تړون لاسلېک کړ.
که څه هم افغان کرکټ بورډ په Star Sport هندې شبکې د سيالو د خپريدا زیری ورکړی، خو سرچينه زياتوي چې افغان کرکټ بورډ او هندي Star sport تلويزوني شبکه لا نهايې پريکړې ته نه دې رسيدلي.
ویل کيږي چې اوس ( Star Sport ) تلويزونې شبکه له افغان کرکټ څخه د تيرو دوه تړونونو TSM تلويزونې شبکې او Fisld Of play پروډکشن کمپنۍ سره د تړون د لغوه کېدو لېک غواړي تر څو له ټېسټ سيالو پرته نورې سيالۍ خپرې کړې.
بل پلو بيا TSM تلويزونې شبکي او Field Of play پروډکشن غبرګونونه ښودلې او TSM تلويزونې شبکې ناخوښۍ څرګنده کړې او ويلې يې دي چې د تړون له مخې کومې روپۍ چې افغان کرکټ بورډ دوی ته ورکړي بېرته يې نه ورکوي.
دغه راز پروډکشن کمپنې هم ويلې چې کرکټ بورډ بايد دوی ته د دې سيريز تاوان ورکړي.
که افغان کرکټ بورډ د TSM او Field Of play څخه د تړون د لغوه کيدو اسناد سټار سپورټ ته ونه سپاري هغه نشې کولای دغه سيالۍ خپرې کړي.
بل پلو بيا TSMاو Field Of play تلويزونې شبکې هم نشې کولای چې دغه سيالۍ خپرې کړي ځکه د هند د قانون له مخې هر بهرنې شبکه باید ۱۵ ورځې مخکي د هند له حکومت څخه د لوبو د خپريدا اجازه واخلي خو د سيالو ترسره کيدا ته يوازي د ګوتو په شمار ورځې پاته دي.
سره له دې چې هند افغان کرکټ بورډ ته لوبغالي په واک کې ورکړي خو په دغو لوبغالو کې د سيالو د ترسره کيدا لپاره کرکټ بورډ مجبور دی چې د هند له کورينو او بهرنيو او اطلاعات کلتور وزارتونوڅخه اجازه تر لاسه کړي.
د دغو ناندريو ښه ثبت د کرکټ د عمومي مشر فرهان يوسفزی هغه ټويټ دی چې د سټار سپورټ او ۳ لکه ډالرو خبره يې پکې کړي وه . چې څه موده وروسته يې دغه ټويټ لرې کړ.
ويل کيږي چې کرکټ بورډ د دې ستونزو د حل لپاره يو پلاوی هندوستان ته ليږلی.
که سټار سپورټ داسيالۍ خپري هم کړي ټوله ګټه يې سټار سپورټ ته رسيږي ځکه په هند او نړيواله کچه ددې دواړو لوبډلو مينه وال بيخي زيات دي. او بله دا چې تر اوږد مهاله یعني ۲۰۲۳کال پورې به د ټولو لوبو خپرونکی وي.
سټار سپوټ غوښتل چې د TSM تلويزونې شبکې Field Of play پروډکشن سره د افغان کرکټ بورډ اړيکې خرابې کړي.
خو کتونکي دا هم وايې چې افغان کرکټ بورډ بايد له دغو شبکو سره تړونونه نه وای لغوه کړي ځکه شايد سټار سپورټ يې په نيمه لار کې پريږدې.
https://avapress.com/vdcjoxeviuqehaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته