کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر او د چین د بهرنیو چارو وزیر پر افغان سوله ټلیفوني خبرې کړي

14 عقرب 1398 ساعت 13:30


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي په بېجینګ کې د افغان سولې په تړاو پر جوړېدونکې ناسته تیره ماښام ټلیفوني خبرې کړي دي
له ارګه رسنیو ته په لیږل شوي خبرپاڼه ویل شوي چې، د افغان سولې په تړاو د بېجینګ خبرې د ولسمشرۍ ټاکنو له لومړنیو پایلو تر اعلان وروسته د روانې نومبر میاشتې په وروستیو کې پیلېږي.
د ارګ خبرپاڼه وايي، دې ټلېفوني خبرو کې چینايي وزیر وانګ يي ولسمشر غني ته د دې غونډې په تړاو مالومات ور کړي دي
او په دي ناسته کې یې د افغان حکومت ګډون د دي خبرو د پیاوړتیا سبب بللی دی
په پام کې وه د افغان سولې په اړه د تېر اکټوبر پر ۲۹ او ۳۰ د چین په کوربتوب په بېجېنګ کې د طالب او افغان حکومت استازو په ګډون ناسته شوې وی، خو دغه ناسته د نامعلومو دلایلو له امله تر نامالومې نېټې وځنډېده.
هغه مهال وسلوالو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې روښانه کړې وه چې په دې ناسته کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دوی یو پلاوی ګډون کوي.
خو د سولې په برخه کې د افغان حکومت وزارت ویل چې، د دې ناستې په هکله له چینايي چارواکو سره خبرې کوي او که دې برخه کې د منلو وړ معیارونه په پام کې ونیول شي، نو دوی به پکې د ګډون پرېکړه وکړي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي دوه ورځې وړاندې رسنیو سره په خبرو کې وویل چې، په چین کې له وسله والو طالبانو سره د بین الافغاني ناستې لپاره افغان حکومت خپل پلاوی ټاکلی او غونډې ته نژدې ورځو کې به یې اعلان کړي.
له دې مخکې ولسمشر غني د افغان سولې په تړاو خپله یوه طرحه وړاندې کړه او ارګ ویلي، له ګاونډیو، سیمه ییزو او په افغان سوله کې له ښکېلو هېوادونو یې غوښتي چې د سولې لپاره د افغان حکومت د طرحې ملاتړ وکړي.


د مطلب کود: 194796

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194796/ولسمشر-او-د-چین-بهرنیو-چارو-وزیر-پر-افغان-سوله-ټلیفوني-خبرې-کړي

آوا
  https://www.avapress.com