دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۶
د مطلب کود : 194798
د داعش ډلې د پرمختګ لپاره یو ځل بیا امن ځای پیدا شوی
د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي له وژلو یواځې یو څو ورځي وروسته او په سوریه کې د داعش ډلې د آراضۍ له لاسه ورکولو یواځې یو څو میاشتې وروسته داعش ډله یو ځل بیا د عراقي کردستان (اېربیل) ښار ته څېرمه په (ماک مور)کې په پوره ځواک راپورته شوې، چې په هغه سیمه د عراقي حکومت واک نشته.
ماک مور یوه غرییزه سیمه ده، چې یوې خواته یې د عراق حکومتي ځواکونه پراته دي او بلې خواته یې عراقي کردیان مېشت دي؛ چې په دې سیمه له دوی څخه یې یو هم واک نلري.
NBC نیوز له جنرال برزاني سره کتلي او د یادې سیمه په اړه یې ترې معلومات اخیستي دي.
نوموړي ویلي، دوی هره شپه داعش ډله ګوري چې له دې ځایه د دښتې له لارو نورو سیمو ته ځي او هلته ځای پر ځای کیږي.
بلخوا د امریکا د سمندري قواوو د قول اردو قوماندان جنرال ویلیم سیلي، چې په عراق کې د امریکایي ځواکونو مشري په غاړه لري، NBC نیوز سره په مرکه کې وویل: ((په سلګونو داعش غړي د دښتې له لارې له سوریې څخه عراق ته داخلیږي.))
نوموړي زیاته کړه، داعش ډله اراده لري چې یو ځل بیا په عراق کې خپل خلافت ژوندی کړي او دا ځل په یوې پیاوړې ارادې سره راپورته شوي دي.
دی وایي، دا یوه غرییزه سیمه ده او هلته داعش ډله سمڅې او بېلا بېل پټن ځایونه لري، چې ختمول به یې دومره آسانه کار نه وي.
https://avapress.com/vdcdno0fjyt0n56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته