کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ايران د افغان سولې هڅو په هکله د روسيې غوښتنه رد کړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 عقرب 1398 ساعت 13:56

ایران د روسیې هغه غوښتنه رد کړه چې د افغانستان د سولې په مسایلو کې یې د ایران د ګډیدو غوښتنه کړې وه.



ایران د روسیې هغه غوښتنه رد کړه چې د افغانستان د سولې په مسایلو کې یې د ایران د ګډیدو غوښتنه کړې وه.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال،سيد رسول موسوي ویلي د افغانستان د سولې په موخه په هغو هڅو کې ګډون نه کوي چې امريکا، چين، روسيې او پاکستان له لورې کېږي.
سيدرسول موسوي ويلي ايران يوازې په هغو غونډو کې ګډون کوي چې هغو کې د افغان حکومت استازي شتون ولري او مشري یې هم د افغان دولت پر غاړه وي.
مخکې تر دې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د سولې په برخه کې د ايران رول مهم بللی و او دې هيواد ته يې بلنه ورکړي وه چې د افغانستان د سولې په موخه له امريکا، روسيې، چين او پاکستان سره يو ځای هڅې وکړي

 


د مطلب کود: 194801

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194801/ايران-د-افغان-سولې-هڅو-په-هکله-روسيې-غوښتنه-رد-کړه

آوا
  https://www.avapress.com