دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۶
د مطلب کود : 194801
ايران د افغان سولې هڅو په هکله د روسيې غوښتنه رد کړه
ایران د روسیې هغه غوښتنه رد کړه چې د افغانستان د سولې په مسایلو کې یې د ایران د ګډیدو غوښتنه کړې وه.

ایران د روسیې هغه غوښتنه رد کړه چې د افغانستان د سولې په مسایلو کې یې د ایران د ګډیدو غوښتنه کړې وه.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت مرستيال،سيد رسول موسوي ویلي د افغانستان د سولې په موخه په هغو هڅو کې ګډون نه کوي چې امريکا، چين، روسيې او پاکستان له لورې کېږي.
سيدرسول موسوي ويلي ايران يوازې په هغو غونډو کې ګډون کوي چې هغو کې د افغان حکومت استازي شتون ولري او مشري یې هم د افغان دولت پر غاړه وي.
مخکې تر دې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د سولې په برخه کې د ايران رول مهم بللی و او دې هيواد ته يې بلنه ورکړي وه چې د افغانستان د سولې په موخه له امريکا، روسيې، چين او پاکستان سره يو ځای هڅې وکړي

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciu5azzt1a3v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته