دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 194803
ترکیې د داعش د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي خور نیولې
ترکي چارواکو د داعش ډلې د وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي مشره خور د سوریې په شمال ختیځ کې د ترکیې تر ولکې لاندې عزاز ښار کې نیولې ده.

رویټرز او اسوشټیدپریس خبري آژانسونه د یوه جګپوړي ترکي مقام په حواله چې نه غواړي نوم یې افشا شي راپور ورکوي چې د بغدادي ۶۵ کلنه خور رسمیه عواد، د هغې مېړه او نږور پرون د نوامبر په څلورمه له پنځو ماشومانو سره په داسې حال کې ونیول شول چې په یوه ټېلر کې استوګن وو.
دې ترکي چارواکي د بغدادي د خور نیول د سرو زرو د یوه کان د موندلو په څېر مهم پرمختګ بللی او هیله یې څرګنده کړې چې له نوموړې څخه به د داعش ډلې د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه خورا زیات استخباراتي معلومات ترلاسه کړي.
بغدادي چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د داعش ډلې مشر و، د اکټوبر په ۲۶ مه نېټه د سوریې په شمال ختیځ ولایت ادلیب کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawyn6e49noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته