کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دکورنيو چارو وزارت اداري معين:افغان پوليس د نړۍ له ترهګرو سره په جګړه بوخت دي

14 عقرب 1398 ساعت 15:00


لوی پاسوال عبدالجبار علوي کندهار کي د ملي پوليسو له افسرانو او سربازانو سره په ليدنه کي د هغوئ له هڅو قدرداني وکړل او هغوئ يې د نړۍ د ترهګرو سره جنګېدونکي اتلان ياد کړل.

هغه دغه راز په کندهار کي د پوليسو ترمنځ پر همږغۍ ټېنګار وکړ او مسؤلينو ته ئې سپارښتنه وکړه، چي پوليس ښاري نظم او اصولو ته متوجه کړي.

د کورنيو چارو وزارت د اداري معين په مشري د افغانستان د پاسپورټ عم
ومي رئيس او ګڼ شمېرو نور مسؤلين کندهارته په سفر راغلي او غواړي دلته کندهار کي د پوليسو ستونزو او نيمګرتياوي وڅېړي او د حل په موخه ئې اقدام وکړي.
د کندهار د امنيت امر پاسوال رحمت الله اطرافي په جوړه سوې غونډه کي وويل، چي د خپلواکۍ ملي اتل شهيد سترپاسوال عبدالرازق اڅګزي د کندهار پوليسو ته يوه جوړه او په اصولو ولاړه اداره ترشاه پرې ايښي، چي د هغه په مټ په کندهار ښار او ولسواليو کي امنيت تامين دی.
هغه وويل دوئ هم د شهيد سترپاسوال عبدالرازق اڅګزي په څېرد ترهګرو او غلو په وړاندي جدي دريځ لري او هيڅ کله به هم له دې دريځه پرشاه نه سي.
د کورنيو چارو وزارت اداري معين لوی پاسوال عبدالجبار علوي د ټول افغانستان او په ځانګړې توګه د کندهار د پوليسو د قربانيو ستاينه وکړه.
هغه وويل په اصل کي افغان ملي پوليس د نورو امنيتي ځواکونو ترڅنګ د نړۍ له ترهګرو سره په جګړه بوخت دي او د دوئ له برکته د نړۍ اوسېدونکي ارام ژوند لري.
نوموړي زياته کړه پوليس د جګړيزي ماموريت ترڅنګ د اداري فساد په وړاندي مبارزه  او د ښاري نظم او اصولو په تطبيق کي ځانګړی ځای لري، چي بايد ورته توجه وکړي.
د غونډي په وروستيو کي د کندهار امنيه قوماندان، د امنيت امر، د امنیتي حوزو امرين د ولسواليو يو شمېرقوماندانان، افسران او ګڼ شمېر سربازان د کورنيو چارو وزارت له لوري په مډالونو او تقديرنامو تقدير سول.


د مطلب کود: 194804

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194804/دکورنيو-چارو-وزارت-اداري-معين-افغان-پوليس-د-نړۍ-له-ترهګرو-سره-په-جګړه-بوخت-دي

آوا
  https://www.avapress.com