خوښ ديک ۰

بهرنیو چارو وزارت: استخباراتي مرکز ته د افغان سفیر احضارول غیر قانوني کار دی

افغان حکومت د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري د افغان سفیر پر احضارولو اعتراض کړی دی. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې د ټولو نړیوالو قوانینو او نورمونو خلاف افغان سفیر نظامي سیمې ته وربللی دی او له هغه سره یې ناوړه چلند کړی دی.
بهرنیو چارو وزارت: استخباراتي مرکز ته د افغان سفیر احضارول غیر قانوني کار دی
افغان حکومت د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري د افغان سفیر پر احضارولو اعتراض کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې د ټولو نړیوالو قوانینو او نورمونو خلاف افغان سفیر نظامي سیمې ته وربللی دی او له هغه سره یې ناوړه چلند کړی دی.
بهرنیو چارو وزارت وایي دوی له پاکستان سره د نړیوالو قوانینو او معیارونو په چوکاټ کې ديپلوماتیکي اړیکې غواړي او ددغه هېواد داسې کړنې به دا اړیکې زیانمنې کړي. بهرنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي چې له سفیر سره څه ناوړه چلند شوی او یا ولې ای ایس ای ته وربلل شوی، خو د پاکستاني حکومت دغه عمل غندي او هغه یوه غیر قانوني کړنه بولي. پاکستاني حکومت تېره ورځ افغان سفیر احضار کړی و او افغان حکومت وایي چې هغه د ديپلوماتیکو نورمونو خلاف د ای ایس ای مرکز ته وربلل شوی و.
سی شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۸
د مطلب کود: 194805 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *