کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بهرنیو چارو وزارت: استخباراتي مرکز ته د افغان سفیر احضارول غیر قانوني کار دی

14 عقرب 1398 ساعت 14:08

افغان حکومت د پاکستان د استخباراتي ادارې له لوري د افغان سفیر پر احضارولو اعتراض کړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان استخباراتي ادارې د ټولو نړیوالو قوانینو او نورمونو خلاف افغان سفیر نظامي سیمې ته وربللی دی او له هغه سره یې ناوړه چلند کړی دی.

بهرنیو چارو وزارت وایي دوی له پاکستان سره د نړیوالو قوانینو او معیارونو په چوکاټ کې ديپلوماتیکي اړیکې غواړي او ددغه هېواد داسې کړنې به دا اړیکې زیانمنې کړي. بهرنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي چې له سفیر سره څه ناوړه چلند شوی او یا ولې ای ایس ای ته وربلل شوی، خو د پاکستاني حکومت دغه عمل غندي او هغه یوه غیر قانوني کړنه بولي. پاکستاني حکومت تېره ورځ افغان سفیر احضار کړی و او افغان حکومت وایي چې هغه د ديپلوماتیکو نورمونو خلاف د ای ایس ای مرکز ته وربلل شوی و.

د مطلب کود: 194805

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194805/بهرنیو-چارو-وزارت-استخباراتي-مرکز-ته-د-افغان-سفیر-احضارول-غیر-قانوني-کار-دی

آوا
  https://www.avapress.com