جمهوررئیس محمداشرف غني پرون د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر عبدالتواب بالاکرزي سره په کتنه کې د لوړو زده کړو نصاب د بیاکتنې او پراختیا، د تقنیني اسنادو پروسې د وضعیت، د هیواد د لوړ زده کړو موسسو د انکشاف او د جمهوررئیس د لارښوونود تحقق په اړه د یاد وزارت کاري راپور واورېده.
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، جمهوررئیس غني د یاد راپور او معلوماتو له اورېدو وروسته د لوړو زده کړو وزارت د مسوولینو کارونه او هلې ځلې وستایلې او د لوړو زده کړو وضعیت د لا ښه والي په موخه یې هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.