دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 194816
لویه څارنوالي: په تېرو اووه میاشتو کې ۱۴ څارنوالان وژل شوي
د کابل حکومت اړوند لویه څارنوالي وايي، په تېرو اووه میاشتو کې ددې بنسټ ۱۴ تنه څارنوالان وژل شوي.
د لويې څارنوالي ویاند «جمشید رسولي» له «هشت صبح» ورځپاڼې سره په خپلو خبرو کې ویلي « د ۱۳۹۸لمریز کال له پیله تر دې دمه د لويې څارنوالي ۱۴ څارنوالان او مسلکي کارکوونکي وژل شوي».
د رسولي په خبره، په څارنوالانو برید په «عدالت برید» دی او هغه څوک یې کوي، چې د قضايي او عدلي ارګانونو سره د مجرمینو په نامه ثبت دي او یا هم محاکمو ته ور پېژندل شوي.
د څارنوالانو د ترور خبرونه داسې مهال زور اخلي، چې زیاته برخه هیوادوال په عدلي او قضايي ارګانونو کې له پراخ فساد او رشوت اخستنې سر ټکوي او څارنوالان تورنوي، چې له پيسو پرته یې دوسیې نه څېړي.
یاده دې وي، چې د حکومت په عدلي ارګانونو کې د فساد له امله اوس زیاتره  وګړي، خپلې ستونزې د طالبانو محاکمو ته رسوي او د هغوی له لارې یې د حل هڅه کوي.
https://avapress.com/vdceze8zpjh8ovi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته