کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خلیلزاد: امريکا اوس هم د افغانستان بحران سياسي حل غواړي

14 عقرب 1398 ساعت 15:17


د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ويلي، امريکا اوس هم د افغانستان بحران سياسي حل ته ژمنه ده او د دې موخې لپاره له طالبانو سره خبرې کوي.
خلیلزاد دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې نږدې دوه مياشتې وړاندې د سپتمبر مياشتې په ۸مه د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره نهايي شوې خبرې لغوه کړې او بهانه يې دا وکړه، چې طالبانو په کابل ښار کې يو امريکايي عسکر وژلی دی.
د ټرمپ له څرګندونو وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو او دفاع وزير مارک ايسپر ويلي و، چې امريکا لا هم له طالبانو سره د سولې خبرو ته هيله لري او زلمي خلیلزاد هم په دې اړه يو ځل خپلې هلې ځلې پيل کړي دي.
زلمي خلیلزاد د افغانستان بحران سوله ييز حل په موخه يو ځل بيا خپل سفرونه پيل کړي، نږدې دوه اونۍ وړاندې يې د بلجيم پلازمېنې بروکسل کې د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ او د اروپايي ټولنې له نورو چارواکو سره د افغانستان سولې په اړه خبرې کړې وې او ورپسې يې د افغانستان بحران د سياسي حل په موخه د روسيې په څلور اړخيزه ناسته کې ګډون وکړ.
خلیلزاد په مسکو کې له خپلو روسي او چينايي سيالانو سره ليدلي وو او د سولې درېدلې خبرو د بيا پيليدو په لارو چارو يې ورسره بحث کړی و.
روسيه، چين، پاکستان او د سيمې نور هېوادونه غواړي، چې د امريکا او طالبانو درېدلې خبرې بايد بېرته پيل شي.
د چارو کارپوهان وايي، زلمی خلیلزاد هڅه کوي، د سولې خبرو د بيا پيلولو لپاره زمينه برابره کړي او د طالبانو يو شمېر بنديان له زندانه خوشې کړي.


د مطلب کود: 194818

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194818/خلیلزاد-امريکا-اوس-هم-د-افغانستان-بحران-سياسي-حل-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com