دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۱
د مطلب کود : 194819
ننګرهار کې نامعلومو وسلوالو څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د ننګرهار ولایت په مرکز «جلال اباد» ښار کې د نامعلومو وسلوالو په ډزو کې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار ولایت د پولیسو ویاند «مبارز اتل» وایي، پېښه تېره شپه «دوشنبه» د جلال اباد ښار په دوهمه ناحیه کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې دوه تنه ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د مبارز په خبره، پېښه د «شخصي» دښمنۍ له امله رامنځته شوې او برید کوونکي د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي.
ننګرهار د افغانستان له ختیځو نا امنو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، چې په دې وروستیو کې پکې د ناقرارۍ لمن تر مرکزه رارسېدلې.
https://avapress.com/vdchzknzw23nw6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته