کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار کې نامعلومو وسلوالو څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولې

14 عقرب 1398 ساعت 16:21


د ننګرهار ولایت په مرکز «جلال اباد» ښار کې د نامعلومو وسلوالو په ډزو کې څلور تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار ولایت د پولیسو ویاند «مبارز اتل» وایي، پېښه تېره شپه «دوشنبه» د جلال اباد ښار په دوهمه ناحیه کې رامنځته شوې، چې په پایله کې یې دوه تنه ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د مبارز په خبره، پېښه د «شخصي» دښمنۍ له امله رامنځته شوې او برید کوونکي د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي.
ننګرهار د افغانستان له ختیځو نا امنو ولایتونو څخه شمېرل کېږي، چې په دې وروستیو کې پکې د ناقرارۍ لمن تر مرکزه رارسېدلې.


د مطلب کود: 194819

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194819/ننګرهار-کې-نامعلومو-وسلوالو-څلور-تنو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com