دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 194820
خوست: بمي چاودنه کې ۷ کمانډويانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نن سه شنبی  سهار په خوست ښار کې د کمانډو عسکرو په موټر چاودنه کې ۷ کمانډو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د خوست ولايت مرکز اړوند خوست ښار کې د کمانډو عسکرو په رينجر چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې ۴ کمانډو عسکر ووژل شول او ۳ نور ټپيان شول.
مجاهد وايي چې په چاودنه کې يو رينجر موټر هم له منځه تللی دی.
تر اوسه د خوست ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
بل لور ته طالب وياند وايي چې د کندز ولايت مرکز اړوند مسکين اباد سيمه کې يې د فريد قرقره په نامه دولتي قومندان له خپلو درې ساتونکو سره وژلی دی او درې ميله وسله يې ورڅخه ترلاسه کړې ده.
د يادونې وړ ده چې په دې ورستيو کې په دولتي ځواکونو د طالبانو بريدونه زيات شوي دي، چې په نتيجه کې يې د دولتي ځواکونو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.
https://avapress.com/vdcj8xevyuqehoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته