کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

خوست: بمي چاودنه کې ۷ کمانډويانو ته مرګ ژوبله اوښتې

14 عقرب 1398 ساعت 15:24


نن سه شنبی  سهار په خوست ښار کې د کمانډو عسکرو په موټر چاودنه کې ۷ کمانډو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د خوست ولايت مرکز اړوند خوست ښار کې د کمانډو عسکرو په رينجر چاودنه شوې چې په نتيجه کې يې ۴ کمانډو عسکر ووژل شول او ۳ نور ټپيان شول.
مجاهد وايي چې په چاودنه کې يو رينجر موټر هم له منځه تللی دی.
تر اوسه د خوست ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
بل لور ته طالب وياند وايي چې د کندز ولايت مرکز اړوند مسکين اباد سيمه کې يې د فريد قرقره په نامه دولتي قومندان له خپلو درې ساتونکو سره وژلی دی او درې ميله وسله يې ورڅخه ترلاسه کړې ده.
د يادونې وړ ده چې په دې ورستيو کې په دولتي ځواکونو د طالبانو بريدونه زيات شوي دي، چې په نتيجه کې يې د دولتي ځواکونو په مرګ ژوبله کې هم زياتوالی راغلی دی.


د مطلب کود: 194820

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/194820/خوست-بمي-چاودنه-کې-۷-کمانډويانو-ته-مرګ-ژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com