دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۶
د مطلب کود : 194821
کندهار کې د هدفي وژنو مزمل شبکې یوه ډله نیول شوې
د افغانستان کورنیو چارو وارت وایي، له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو یې په کندهار کې یو لړ ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د هغه ګروپ پنځه غړي نیولي، چې په کندهار کې یې هدفي وژنې او چریکي عملیات ترسره کول.
 دغه وسله واله شبکه چې “مزمل شبکه” نومېږي، سرګروپ یې “حافظ بلال” دی او د بلوچستان له چمن څخه رهبري کېږي.
یاد وزارت وایي، د دې شبکې پنځه غړي هر یو حمیدالله، لعل اغا، نقیب الله، عبدالباقي او وکیل احمد له ترهګرۍ سره د مبارزې د پولیسو لخوا نیول شوي او ترې لا زیاتې څېړنې او ګروېږنې روانې دي.
 یادې ډلې په کندهار ښار کې دولت ضد عملیاتو او نظامي افسرانو د وژنې مسؤولیت پر غاړه درلود.
https://avapress.com/vdcauyn6649noa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته