د ایران د ولسمشر د دفتر مسئول محمود واعظی په یولړ څرګندونو کې د ایران او عربستان د اړیکو په باب وئیلی دی ، دواړو هیوادونو په تیرو وختونو کې ښې اړیکې درلودلی ،خو د امریکا ددرز اچونکو سیاستونو په دلیل دسیمې هیوادونه تر دباؤ لاندې دی .
هغه ووییل : اوس د امریکا سیاستونه روښانه شوی او ګاونډی هیوادونه متوجه شوی دی چې دسیمې د آرامښت او د درز او تفرقې او د جنګ جګړو د ټغر د ټولولو لپاره له سیمه ایزې سولې پرته بل هیڅ لاره نشته او ایران ددغه مهم یو مخکښ قدرت دی .
هغه د امریکا دسیاستونو په وړاندې دې دسیمې دنوی کړچار خبر ورکړ او وې وئیل ، عربستان ته تازه امریکائی ځواکونو ورتلل هم دسیمې په هیوادونو ددباؤ د اعمالولو او د درز اچونې لپاره د امریکا دسیاستونو دوام دی چې د سیمې د امنیت دتامینو په باب دخبرواترو لپاره د سیمې د یوادونو له وروستی کړچار سره به په چورلټ ډول دغه سیاست هم ماته وخوری . محمود واعظی په دوام کې وئیلی دی ،مونږ نه یوازې سعودی عربستان ته ،بلکې د سیمې د رستو هیوادونو ته د خبرواترو د کرښې د رامینځةکولو لپاره روښانه پیغام ورکړی او دایران خارجه وزیر هم د اختلافاتو د حل لپاره دسیمې درستو هیوادونو ته مکتوبی پیغام ورکړی ، چې په سیمې کې د ملګرتیا او همغږۍ په اساس د آرامښت دبیرته ستنولو لپاره د مونږ دنوښت او ټینګار ښودنه کوی .