دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود : 194827
د فلسطین په نیواکی ټاټوبو کې دې ښارګوټو جوړول بند شی
اروپائی اتحادیه  له اسرائیلو غواړی ، د  یوه نیواکګر قدرت په توګه دې خپلو ژمنو ته پابنده ووسی  او  دښارګوټو جوړولو فعالیتونه دې پای ته ورسوی
د  اروپائی اتحادیې د بهرنی سیاست مسئولې اغلی فډریکا موګرینی   په نیواکی ټاټوبو کې  دنورو څه دپاسه دوه زره  د هستوګنې  کورونو د جوړولو  د تصویبیدا په غبرګون کې پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټینګار کړی ،  دفلسطین په نیواکی ټاټوبو کې  د اسرائیلو  د ښارګوټو جوړولو   دسیاست په زمینې کې  د اروپائی اتحادئې  دریځ  روښانه اوشفاف دی  او  په دې کې هیڅ بدلون نه دی راغلی ،  د ښارګوټو هر ډ ول  فعالیت  د نړیوالو قوانینو په اساس غیر قانونی  دی او د ملګروملتو دامنیت شورا  ۲۳۳۴پریکړه لیک  په  دې ټکی ټینګار کړی دی .
 په دغې اعلامی کې  راغلی دی ، اروپائی اتحادیه  له اسرائیلو غواړی ، د  یوه نیواکګر قدرت په توګه دې خپلو ژمنو ته پابنده ووسی  او  دښارګوټو جوړولو فعالیتونه دې پای ته ورسوی .
https://avapress.com/vdcgxt9quak9y74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته